Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2021

هغه پولیس د امنیتي ځواکونو له لیکو لېرې شو چې یوه مېرمن یې وهلې وه

0
د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه پولیس یې د امنیتي ځواکونو له لیکو لېرې کړ چې تورخم کې يې یوه مېرمن په کېبل وهلې وه. 


د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه (د وري ۸مه) رسنیو ته په استول شوي پيغام کې ویلي، دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې تورخم دروازه کې په همدې تړاو د پېښې اخېستل شوې ویډیو چې د ده په ټکو پخوانۍ وه، وارزول شوه. 


ارین وایي، د پولیسو دغه منسوب وهاب نومېده او نور به ټول عمر په امنیتي ځواکونو کې د کار کولو اجازه ونه لري. 


کورنیو چارو وزارت وایي، د هر پولیس له خوا د خلکو د ځورولو پېښې ورته د منلو نه دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *