Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

یوناما: ۳ میاشتو کې افغان جګړې ۵۷۳ ملکيان وژلي

0
د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما تازه راپور ښیې چې د روان زیږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان په جګړو کې۵۷۳ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه تپيان شوي دي.


یوناما یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو غاړو د ولسي وګړو ژوند ته د پوره پام کولو او د افغان غمیزې د پای ته رسولو غږ کړی.


په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د روژې د میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي.


د دغه کمېسیون د نشراتو او اړیکو مسوول ذبیح الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "زموږ تمه دا ده چې طالبان او حکومت د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي. خلک د جنګ دوام نه بلکې اوربند غواړي."


تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د روژې په میاشتې کې د اوربند غوښتنه کړې وه.


طالبانو تراوسه دغو پرله پسې غوښتنو ته مثبت جواب نه دی ویلی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *