Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

ملي امنیت: ننګرهار کې د داعش ډلې یو مرستیال قوماندان وژل شوی

0
د ملي امنیت ادارې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د یوه مرستیال قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی.  


دغې ادارې په یوه اعلامېه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتله سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې د داعش دغه مرستیال قوماندان لعلي ګل چې په مصطفی مشهور وو،  د مقاومت په نتیجه کې ووژل شو.  


د اعلامیې له مخې دغه کس په شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ماینونو په ایښودلو کې لاس درلود.  


اعلامیې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.  


داعش وسله والو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *