Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2021

بایډن له اشرف غني سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو خبرې وکړې

0
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د د ایستلو د نوې نېټې تر رسمي اعلان څو ساعته وړاندې تېره شپه د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټیلیفون وکړ. 


د افغانستان ولسمشر اشرف غني له دې خبرو وروسته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له خپل امریکايي ساري سره‌یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي او ورته ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري.


ولسمشر غني همداراز ویلي، له ولسمشر بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې یې د سپټمبر تر لومړیو پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکا پرېکړې ته درناوی او په دې برخه کې له خپلو امریکايي شریکانو سره همکاري کوي. 


ده ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ویاړ د خپلو خلکو او هېواد د دفاع توان لري، دا مسؤلیت‌یې تل ادا کړی او افغان ملت به تل د دوی قدر وکړي. 


له کله چې جو بایډن د امریکا ولسمشر غوره شوی، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *