Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د افغانستان دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو

0
د افغانستان دفاع وزارت د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مسؤل د نیولو خبر ورکوي.


دې وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي چې کمانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل "محمد حسن" نن له یوه ټوپک او یوې تومانچې سره ونیو.


دفاع وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو له دې مخکې یې دې ولسوالۍ ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره د کمانډو د نویو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.


د پامیر۲۱۷ قول اردو هم له دې مخکې ویلي و چې طالبانو تر کوچني اختر مخکې پر دې ولسوالۍ بریدونو ته زور ورکړی و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *