Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان غړو د غزې د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړه

0
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ۵۷ غړو د غزې د وضعیت په اړه نن انلاین بېړنۍ غونډه وکړه او د اسرائیل د پوځي حملو د پای ته رسولو غوښتنه‌یې وکړه.


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره دې کار وکړي ترڅو ځپل شویو سیمو ته مرستې ورسول شي. 


د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي چې له رام‌الله یې خبرې کولې، اسرائیل تورن کړ، هغه‌یې اپارټایډ دولت وباله چې د ده په وینا په غزه کې زموږ د خلکو په وړاندې جنایتونه او بې‌رحمۍ ترسره کوي.


المالکي د نړۍ له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له ټولو امکاناتو په استفادې دې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي. 


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو اسرائیل د وروستي تاوتریخوالي مسؤل وباله.


هغه وویل، اسرائیل په ختیځ بیت‌المقدس، لوېدیځه غاړه او غزه کې د وروستي کړکېچ د زیاتوالي مسؤل دی او هغه خبرداري ته‌یې هېڅ پام نه‌دی کړی چې تېره اوونۍ یې اسرائیل ته ورکړی و. 


د فلسطیني چارواکو په وینا په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۴ تنو ته لوړ شوی. ۴۷ یې ماشومان ښودل شوي.


اسرائیل هم خپل لور ته د دوو ماشومانو په ګډون د ۱۰ کسانو وژنه تأیید کړې ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *