Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: اختر کې نږدې ۴۰۰ کسان په کرونا اخته شوي

0
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، رسمي شمېرې یې ښیي چې د اختر په درې ورځو کې نږدې ۴۰۰ کسان پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي. 


د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په درې ورځو کې کوم ارقام چې زموږ لاس ته راغلي، له ۲،۳۰۰ زیاتو هېوادوالو چې د کرونا ویروس باندې مشکوک و، د پي سي ار ټست لپاره لابراطوارونو ته مراجعه کړې ده. له دې ډلې ۳۹۶ یې مثبت دي، یعنې پر کرونا اخته شوي. همدارنګه پر کرونا اخته شوي ۹۳ کسان رغېدلي او په خواشینۍ سره ۱۷ کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی."


له دې مخکې د عامې روغتیا او د حج او اوقافو وزارتونو له خلکو غوښتي و چې د اختر په شپو ورځو کې دې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي ترڅو د کرونا ویروس د چټک سرایت مخه ونیول شي. 


په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ۶۳ زره او ۵۹۸ کسان اخته شوي او له امله‌یې ۲،۷۴۵ کسان هم مړه شوي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *