Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

نتانیاهو: د فلسطیني سخت‌دریځو ضد اوسنی کمپاین به د اړتیا تر وخته دوام وکړي

0
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي، د فلسطیني سخت‌دریځو په وړاندې به اوسنی کمپاین تر هغو دوام وکړي چې اړتیا یې وي.


دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د وضعیت د کرارېدو غوښتنه کړې ده.


بنیامین نتانیاهو پرون شنبه دغه خبرداری داسې مهال ورکړ چې د اسرائیل پوځ په غزه کې د جګپوړو چارواکو او د حماس د قوماندانانو پر څو ځایونو هوایي بریدونه وکړل.


د اسرائیل صدراعظم د حماس ډلې مشرانو ته وویل چې نه به د ځمکې پر سر او نه به هم تر ځمکې لاندې پټ پاتې شئ. له دې مخکې اسرائیل پرون په هوایي بریدونو کې په غزه کې د حماس ډلې د یوه سیاسي مشر او یوه جګپوړې ودانۍ چې د نړیوالو رسنیو دفترونه په‌کې و، په نښه کړي و. 


فلسطیني چارواکي وایي د مې له ۱۰مې راهیسې چې نښتې پیل شوي لږترلږه ۱۴۵ کسان وژل شوي. ۴۱ یې ماشومان ښودل شوي او دغه‌راز ۱،۱۰۰ تنه هم ټپیان شوي دي.


اسرائیل خپل لور ته د ۱۰ کسانو وژنه تأیید کړې چې دوه په‌کې ماشومان دي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ملکي تلفاتو په اړه خفګان او د رسنیو پر دفترونو یې د اسرائیل د هوایي بریدونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.


د امریکا ولسمشر جو بایډن هم پرون د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره خبرې وکړې او دواړه‌یې د وضعیت کرارېدو ته وهڅول.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *