Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان: د حماس ډلې ملاتړ ته دوام ورکوو

0
د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړو په دوام، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې په بشپړ ډول د حماس ملاتړ ته دوام ورکوي.


د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو قوماندان اسماعیل قاآني پرون د حماس د ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال له دې ډلي خپل ملاتړ ښودلی دی.


بل‌خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د اسرائیل له صدراعظم نتانیاهو او د فلسطین له مشر محمود عباس سره خبرې کړي او د وضعیت د کرارېدو غوښتنه‌یې کړې ده. 


ولسمشر بایډن د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې.


پرون اسرائیلي ځواکونو بیا پر غزې تړانګې سخت بریدونه وکړل.


فلسطین مني چې د تېرو شپږ ورځنیو جګړو پر مهال د دوی له لوري ۱۴۵ تنه وژل شوي چې ماشومان هم په‌کې دي.


اسرائیل هم د حماس په راکټي بریدونو کې د خپلو ۱۰ وګړو د وژل کېدو خبر تأییدوي. 


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، ترهغو چې اړتیا یې وي پر غزې به بریدونو ته دوام ورکړي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *