Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته روان شو

0
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون له واشنګټن څخه ډنمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته په پنځه ورځني سفر روان شو.


انتوني بلېنکن به په دې ډیپلوماتیک سفر کې په ایسلنډ کې د شمالي قطب د شورا په یوه غونډه کې هم برخه واخلي.


وروسته له هغې چې جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړې، بلېنکن به د لومړي وار لپاره له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په دې غونډه کې مخامخ شي.


انتوني بلېنکن به نن په کوپنهاګن کې د ډنمارک له چارواکو سره هم وګوري.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی بلېنکن به د اقلیمي بدلون په وړاندې پر مبارزه او د اتلانتیک سمندرګي په شااوخوا کې د ګډو ګټو پر پیاوړتیا بحث وکړي.


ښاغلی بلېنکن به نن وروسته ایسلنډ ته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره هم پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *