Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې

0
د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه باندې خبرې کړې دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ماښام په دې اړه اعلامیه ورکړې ده.


د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي.


هغه دا ټینګار هم کړی چې له سیاسي حل لارې سولې ته رسېدل د ټولو ښکېلو افغان خواوو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی.


په اعلامیه کې د قریشي په حواله زیاته شوې چې د پوځیانو مسؤلانه ایستل، د تاوتریخوالي کمښت، دایمي اوربند او د ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره د شته موقع کارول خورا ارزښت لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *