Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د ملا عبدالمنان نیازي زوی د هغه ځای ناستی وټاکل شو

0
د وسله‌والو طالبانو د انشعابي ډلې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي مړی پرون په هرات کې خاورو ته وسپارل شو او زوی یې د هغه ځای ناستی وټاکل شو.


د راپورونو له مخې د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د انشعابي ډلې سلګونه پلویانو او غړو محمد خالد نیازی خپل مشر وټاکه.


خالد نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د خپل پلار لار به تعقیبوي: "زه هم د حاجي صاحب هیلې پوره کوم. د هغه هیلې او اهداف یو امن افغانستان او ارامه او خوشحاله خلک و."


ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو په دوره کې د بلخ او هرات والي پاتې شوی و. هغه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د ملا محمد رسول په مشرۍ د انشعابي ډلې مرستیال وټاکل شو.


د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل ملا نیازی تېره چهارشنبه د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ په یوه برید کې سخت ټپي شوی و.


دی د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی و چې همالته‌یې ساه ورکړه او مړی یې یکشنبه هرات ته یوړل شو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *