Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو وتل تر 'ټاکلې نېټې مخکې' بشپړ شي

0
له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.


دا خبره یوه غربي چارواکي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه معلومات لري، د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته کړې او ویلي یې دي چې ښایي د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د جولای تر لومړیو پورې بشپړ شي.


دغه چارواکي په دې اړه نور جزئیات نه‌‍دي ورکړي ځکه د ځواکونو د وتلو څرنګوالی تر ډېره نه‌دی رسنیز شوی.


د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سپټبر ۱۱مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.


په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له افغانستانه په بېړه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه ښودلې.


د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې نوموړي له خپل پاکستاني ساري د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پرون شنبې په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په بېړه وتل به د سولې پرروان بهیر ډېره بده اغېزه او هم به د سیمې پر امنیت منفي تأثیر وکړي. وانګ یي له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې برخه کې پراخ رول ولوبوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *