Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د افغانستان کورنيو چارو وزارت: د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور مو څوک نه‌دي نيولي

0
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مني چې د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور يې تر اوسه څوک نه‌دي نيولي.


دا په داسې حال کې ده چې دغه وزارت وړمه ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په يوه شمالي سيمه کې يې د برېښنا ستنو د ويجاړولو په تور څلور کسان نيولي دي.


د دې وزارت يو وياند رسنيو ته په استول شوي پیغام کې دا هم ويلي و چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې هم روانې دي.


خو څو ساعته وروسته بيا د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح په خپل فېس‌بوک پاڼه کې ولیکل چې د برېښنا ستنو د نړولو پېښې څېړي او په تړاو يې تر اوسه څوک نه‌دي نيول شوي.


دې بېلابېلو څرګندونو په ټولنيزو رسنيو د خلکو غبرګونونه او انتقادونه له ځانه سره درلودل.


خو د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» ازادي راډيو سره په خبرو کې د لومړي معاونيت خبره کره وبلله.




ښاغلی ارین زیاتوي: "د معاون صاحب خبره سمه ده. ځکه هغه کسان چې نيول شوي و اصلي کسان نه‌و، نيول شوي کسان مظنونین و او زموږ د همکارانو له‌خوا لږ عجله وشوه اصلي کسان تر اوسه نه‌دي نيول شوي."


اوس د افغانستان د لومړي معاونيت دفتر د مطبوعاتو او ستراتېژیکو اړیکو رياست مشر رضوان مراد وايي، د ويجاړوونکو د نيونې په برخه کې هڅې روانې دي او په دې برخه کې هر پرمختګ به په خپل وخت له خلکو سره شريک شي.


ښاغلی مراد زیاتوي: "تر اوسه شپږنیمو بجو غونډې ته داسې شواهد نه‌دي راغلي چې د دې پېښې په اړه کسان ونيول شي. که هر کله هم کسان ونیول شي او یا هم وپېژندل شي، نو د افغانستان ولس سره به شریک شي."


د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو پر بنسټ په روژې مياشت کې شاواخوا ۱۳ د برېښنا ستنې ويجاړې شوي چې له امله‌يې په کابل او د ازبکستان له وارداتي برېښنا په يو شمېر نورو برخه‌منو ولايتونو کې برېښنا قطع شوې ده، خو دوی یې اوس په نوبتي ډول له نورو لارو ور رسوي.




تر اوسه هېچا د دې کار مسؤليت نه‌دی منلی او برښنا شرکت د برېښنا ستنو د امنيت په خونديتوب کې د امنيتي بنسټونو او د سيمې د اوسېدونکو همکاري غوښتې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *