Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

امریکا او ۴ اروپايي هېوادونه: د سوریې ولسمشرۍ انتخابات ازاد او منصفانه نه‌دي

0
امریکا او څلورو اروپايي هېوادونو وویل چې د سوریې د ولسمشرۍ انتخابات نه ازاد دي او نه منصفانه.


په سوریه کې له نن سهار څخه د ولسمشرۍ انتخابات پیل شول او باور کېږي چې بشار اسد به د څلورم ځل لپاره بیا بریالی اعلان شي.


د سوریې د اپوزېسیون ځواکونو ویلي چې دا انتخابات یوازې په سوریه کې د بشار اسد واک ته د مشروعیت ورکولو لپاره یوه ننداره ده. بشار اسد په ۲۰۰۰ م کال د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته په سوریه کې واکمن دی. د ده پلار ۴۰ کاله واک په لاس کې درلود.


د امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی اعلان کوي چې د سوریې د ولسمشرۍ انتخابات به نه ازاد وي او نه عادلانه.


دوی دا هم ویلي چې باید ازاد او منصفانه انتخابات د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره شي او ټولو سوریه‌والو ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *