Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د حقیقت موندونکي پلاوي راپور؛ میدان وردک کې د افغان پوځ هلیکوپټره چا ویشتلې؟

0
ازادي راډیو د میدان وردک په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ د سقوط شوې هلیکوپټرې په اړه سیمې ته د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي د راپور یوه کاپي ترلاسه کړې ده.


دا راپور ۵ پاڼې لري او دغه پلاوي ازادي راډیو ته سپارلی دی.


په دې راپور کې د هغې وسلې په اړه هم معلومات شریک شوي چې په وسیله‌یې د ۱۳۹۹ کال د کب په ۲۷مه د شپې نږدې ۱۲ بجې د افغان پوځ یوه هلیکوپټره نسکوره شوه.




راپور کې راغلي، هلیکوپټره د انټونو سیمې په ۳ کیلومتره واټن کې د یوه داسې راکټ په وسیله ویشتل شوې چې له لیرې کنټرولېده، کوم چې حرارت او سېګنال هم څارلای شي.


د ولسي جرګې د ملي دفاعي او د حقیقت موندونکي پلاوي غړې مرسل نبي‌زاده د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۴» ازادي راډیو ته وویل، دا راکټ د روسیې کانکورس توغندي ته ورته دی، خو چین، ایران او جاپان هم جوړ کړي دي.


اغلې نبي‌زاده زیاتوي: "په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې «ATGM» راکټ (Anti Tank Guided Missile) د ایران له‌خوا ورکړل شوی و، ځکه وړاندې هم ایران وسله‌والو ته دا ډول راکټ ورکړی و چې په هلمند کې یې هم پرې یوه هلیکوپټره ویشتلې وه. اوس هم له علي‌پور ایران ملاتړ کوي، دا راکټ هم ایران ورکړی."




خو محمد حسین توانا چې ځان د عليپور ویاند پېژني، دا خبره نه‌مني. هغه ازادي راډیو سره خبرو کې دا د حکومت یوه دسیسه وبلله.


بل‌خوا بیا د ولسي جرګې د ملي دفاعي او د حقیقت موندونکي پلاوي بل غړی علي اکبر جمشېدي د دې قضیې پر لا ښې څېړنې ټینګار کوي او زیاتوي، دا باید معلومه شي چې ایا دا راکټ رښتیا هم همدا ډول دی او که نه؟


ښاغلی جمشېدي وايي: "د ملي دفاع وزارت د نسکورې شوې هلیکوپټرې موضوع چې هلته زموږ یو شمېر پیلوټان شهیدان شول، اړتیا لیدل کېږي چې په اړه‌یې یو بشپړ تخنیکي او غیر سیاسي څېړنه وشي، څو روښانه شي چې دا الوتکه په کوم ډول وسیلې ویشتل شوې او ولې د ملي اردو نورو الوتکو چې د دې هلیکوپټر ملاتړ یې کاوه، اجازه‌یې ورکړې چې دا ډول راکټ د شپې پر یوولس نیمې وویشتل شي او یوه هلیکوپټر نسکوره کړي."




د ولسي جرګې د حقیقت موندونکي پلاوي په راپور کې له دې پرته یادونه شوې چې د عليپور اړوند غیر مسؤله وسله‌والو د «BM1», «ZEKO1» او د ۸۲mm راکټ په وسیله دولتي ودانۍ په نښه او نړولې دي.


همدا ډول په راپور کې یادونه شوې چې غیر مسؤله وسله‌والو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۸۲ مېله وسله، ۶ هاموې ټانکونه، ۸ رنجر او نور وسایل له ځان سره وړي، خو له دې وسله‌والو بیا ۱۰ ډول بېلابېل موټر، ۶ رنجر او ۲ هاموې ټانکونه بېرته نیول شوي دي.


د ولسي جرګې حقیقت موندونکي پلاوي هلته له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هر ډول نښتې مسؤل علي‌پور بللی او د غیر مسؤله وسله‌والو په بې‌وسلې کېدو او د افغان ځواکونو په لیکو کې یې د جذبېدو غوښتنه کړې.


دې راپور کې دغه‌شان د بهسودو د ملي امنیت مدیریت په کم‌کارۍ تورن شوی او عدلي او قضايي ادارو ته‌یې د سپارل کېدو ویل شوي او تر خوا یې هلته د ملکیانو په وژنه د تورنو کسانو د محاکمې غوښتنه شوې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *