Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

په فراه کې سیمه يیزه ښځینه چارواکې'کبرا فایزه' ووژل شوه

0
په فراه ولایت کې یوه سیمه ییزه ښځینه چارواکې د وسله والو په ډزو  ووژل شوه.  


د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې کبرا فایزه په فراه کې د ماشومانو د تربیت او اصلاح حقوقي مدیره وه چې د امنیتي مسوولینو له همغږۍ پرته د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمې ته په خپل سر تللې وه.  


ښاغلي حضرتي وویل، د دغې مېرمنې مړی نن پنجشنبه سهار د فراه د مرکز اړوند په کوکشیب سیمه کې وموندل شو.  


نوموړي دا کار د طالبانو وباله، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *