Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د ۲۰۹ شاهین قول اردو: فاریاب کې طالبانو ۷ ملکیان وژلي

0
افغان چارواکي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د ۷ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی.  


د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، دغه کسان تېره ورځ د ولسوالۍ پر بازار د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ د وېشتلو له کبله وژل شوي دي.


رضايي زیاته کړه: "څو د هاوان مرمۍ چې طالبانو د امنیه قوماندانۍ په هدف ویشتلې وې، خو هغه د خلکو پر کورونو او د ولسوالۍ پر بازار لګیدلي ديچې په نتیجه کې یې زموږ ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي."  


په دې پېښه کې ۹ نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.


وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.  














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *