Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د اسټرالیا دوهم لوی ښار میلبورن ټولبند اعلان کړی

0
د اسټرالیا دوهم لوی ښار د یوې اوونۍ په مخه بېړنۍ ټولبند اعلان کړی چې له مخې به یې په میلبورن او شااوخوا ښارګوټو کې پنځه میلیونه وګړي اغېزمن شي.


دغه ټولبند د کرونا ویروس د هغې نوې بڼې د خپرېدو د مخنیوي په هدف اعلان شوی چې د لومړي ځل لپاره په هند کې وموندل شو. 


چارواکو وویل چې سر له سبا به یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې له خپلو کورونو ووځي چې د ځان واکسینولو په ګډون مهم دلایل ولري. 


د ویکتوریا ایالت سرپرست جېمز میرلینو پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۵مه) وویل چې دغه ټولبند به پلټونکو ته د دې امکان برابر کړي چې پر دغه ویروس چې په وروستیو ورځو کې یې پېښې دوه برابره یعنې ۲۶ ته رسیدلي، برلاسی ومومي. 


دغه پېښې د کرونا ویروس د هندي بڼې له امله زیاتې شوې خو نوموړي یې د کرونا ضد واکسینونو پڅ کمپاین د زیاتوالي اصلي علت وباله. 


فرانسې هم اعلان کړی چې د می له ۳۱مې نېټې وروسته به هغه کسان چې له بریتانیا ورځي د اوو ورځو لپاره جبري قرنطین کوي او ترکیې ویلي چې له راتلونکې میاشتې به د کووېډ -۱۹ ضد واکسینو بهیر ګړندۍ کړي.


د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي چې د جون له لومړۍ نېټې به له پنځوس کلونو د پورته کسانو د واکسین بهیر پیل کړي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *