Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

افغانستان کې '۷۰ سلنه نجونې' د میاشتني عادت پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

0
میاشتنی عادت یا [حیض] هغه څه چې ځوانې مېرمنې ورسره په میاشت کې یو ځل مخامخ کېږي، خو په افغاني سنتي ټولنه کې ډېرې داسې نجونې دي چې له دې حالت بې‌خبره او په اړه‌یې عامه پوهاوی نه‌لري.


۲۳ کلنه رویا د دې ډلې یوه ده، هغه په کابل کې ژوند کوي.


رویا وايي: "۱۱ کلنه وم چې میاشتنی حالت راباندې راغی، خو له بده مرغه سخته تبه مې درلوده او په ښوونځي کې راته په دې اړه چا معلومات هم نه‌و راکړي، خو کورنۍ مې هم ممکن په دې فکر وه چې اوس د دې حالت په اړه معلومات ته وختي دی، زیات څه‌یې راته نه‌و ویلي، زه هم نه‌پوهېدم چې کله میاشتنی حالت راباندې راغی دوه ورځې وروسته ډېره وېرېدلې وم، له ځان سره راته رنګارنګ فکرونه رالوېدل او له ډاره مې مور ته هم نه‌شو ویلی، خو له درې ورځې په تېرېدو سره ډېر یو بد حالت سره مخ شوم."


خو دا ښايي یوازې رویا نه‌وي چې له دې حالت سره مخ شوې او له وېرې يې خپله دا ستونزه له جاسره نه‌ده شریکه کړې، بلکې شمېر يې ښايي سلګونه او ان زرګونو ته ورسېږي.


خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په دې برخه کې عامه پوهاوی کولای شي ډېرې نجونې له دې حالته وژغوري.




د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح په کابل کې د میاشتني عادت د نظافت نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د میاشتني عادت په وخت کې ډېری نجونې د خپل حالت د بیان په برخه کې وېره لري او دا د اندېښنې وړ ده.


ښاغلی مجروح زیاتوي: "که د میاشتني حالت په وخت کې هغه غلط او ټولنیزه بدبیني له‌منځه یونه‌سو، هغه څېړنه چې په ۲۰۱۷ کال کې شوې ۵۰ سلنه زموږ خویندې د ناوړه دودونو او ټولنیزو شرمونو له وجې په دې برخه کې پوهاوی نه‌لري، په دوی کې ۷۰ سلنه هغه خویندې دي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري."


هغه په ښوونځیو کې د میاشتني حالت په اړه د عامه پوهاوي پر پیل ټینګار کوي.


په ورته وخت کې د افغانستان پوهنې وزارت سرپرست وزیره رنګینه حمیدي که څه هم په ښوونځيو کې د لازمو اسانتیاوو د کمښت خبره کوي، خو وايي چې په دې اړه اقدامات پیل شوي دي.


اغلې حمیدي وايي: "زموږ د نړیوالو دوستانو او زموږ د معلوماتو له مخې اوس‌مهال ۲،۳ ملیونه ماشومان له ښوونځي څخه محرومه دي چې په هغې کې ۶۰ فیصده‌یې نجونې دي، یعنې چې واړه وي باید هغه موږ ښوونځي ته جذب کړو، خو د هغوی خصوصاً د نجونو ساتل بیا تر ۱۲مه پورې هغه بله ستونزه ده."




اغلې حمیدي وايي، د دې حالت د کابو کولو لپاره د بهرنیو ډونرانو د جلب لپاره هم هڅې روانې دي.


د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې مياشتنی عادت هغه حالت دی چې نوې پېغلې د لومړي ځل لپاره له ۹-۱۶ کلنۍ پورې پرې اخته او وروسته پرته د اومېندوارۍ له مودې، په عادي ډول په هرو ۲۸ ورځو کې يو ځل پيدا کېږي.


د دې وزارت د معلوماتو له مخې دغه حالت کې باید نظافت ته خاصه پاملرنه وشي او که پام ونه‌شي د نورو نا اعلاجه ناروغیو سبب کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *