Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

زین‌الدین زیدان ریال مادرید لوبډله پرېښوده

0
د ریال مادرید اسپانیایي لوبډلې مربي زین‌الدین زیدان له دې لوبډلي څخه ووت، که څه هم د ده قرارداد تر ۲۰۲۲ کال پورې اعتبار درلود.


ریال مادرید نن په یوې خبرپاڼه کې وویل چې زیدان د دې لوبډلې د پرېښودو پرېکړه کړې او پرېکړې ته‌یې باید درناوی وشي.


فرانسوی زیدان چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې هم د ریال مادرید مربي و، په دوه کاله او پنځو میاشتو کې یې د اتلولۍ ۹ جامونه ریال مادرید ته وګټل.


د فوټبال په تاریخ کې د زین‌الدین زیدان په څېر لاسته راوړنې چا نه‌دي لرلي.


هغه د مربي او هم د یوه لوبغاړي په توګه په خپلو کارنامو کې ډېرې اتلولۍ لري او په ۲۰۰۶ کال کې یې د فرانسې ټیم د فوټبال نړیوالو لوبو فاینل ته ورساوه.


اوس د هغو کسانو په لېست کې چې د ریل مادرید د مربي په توګه‌یې نومونه لیدل کېږي، انتونیو کانتې چې د اتلانتیکو مادرید اوسنی مربي دی او د دې ټیم پخوانی ستوری راول ګونزالېز شامل دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *