Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

بند امیر کې ښځینه ساتونکې د خلکو لارښوونه کوي

0
د افغانستان په لومړني ملي پارک بند امیر کې ښځینه ساتونکې د خلکو لارښوونه کوي. 


د بند امیر ټول ساتونکي په تېره بیا ښځې د بامیان اوسېدونکې دي او سیلانیانو ته د سیمو په معرفي کولو کې مرسته کوي.  


اوس وخت څلور ښځې له نورو نارینه ساتونکو سره د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ په بند امیر کې کار کوي. 


د ساتونکو له ډلې یوه هم ۲۷ کلنه سیما ده.


سیما وايي: "موږ سیلانیانو ته لار ښیو په تېره هغو ته چې نابلده دي. د بند امیر د پاکوالي او زرغونتیا په خاطر دلته کار کوو څو د افغانستان خلک چي دلته د سیل لپاره راځي لا خوند واخلي." 


بند امیر د بامیان په یکاولنګ کې د اووه لویو او وړو بندونو څخه جوړ دی چې طبیعي ښکلا یې هر کال لسګونه زره سیلانیان ورجلبوي. 


د راپورونو له مخې یوازې تېر لوی اختر چې د دوبي په موسم کې و ۲۵ زره سیلانیان ورغلي وو.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *