Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

د امریکا ملي امنیت ادارې د مېرکل په شمول اروپا کې د سیاستوالو 'جاسوسي' کړې

0
د امریکا د ملي امنیت ادارې اروپا کې د لوړپوړو سیاستوالو له هغې ډلې د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل جاسوسي کړې ده.


د اروپایي رسنیو د راپور له مخې د ډنمارک د استخباراتو په مرسته دا جاسوسي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کال ترمنځ موده کې شوې ده.


د ډنمارک د دولت نشراتي شبکې (ډي.ار) پرون یکشنبه وویل، ۲۰۱۵ کال کې د دوی د دفاعي استخباراتو اداره کې یوې څېړنې ښودلې چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې د ډنمارک له پوځي استخباراتو سره د څارنې له همکارۍ د جاسوسۍ لپاره ګټه پورته کړې.


د څېړنو د موندنو له مخې د امریکا د ملي امنیت ادارې (ان.اس.اې) د ډنمارک له پټو اطلاعاتو په سویډن، ناروې، فرانسې او جرمني کې د چارواکو په اړه ګټه اخیستې.


دغو چارواکو کې د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او د جرمني د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فرانک والټر شټاین مایر شامل دي.


د جرمني د صدارت یوه ویاند ویلي، د خبریالانو له پوښتنو وروسته د دې تورونو په اړه خبر شوي، خو نوره تبصره‌یې نه‌ده کړې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *