Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2021

دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې ۱۲ وسله‌وال ووژل شول

0
د افغانستان دفاع وزارت په کندز کې د وسله‌والو طالبانو پر یوه زندان د کمانډو ځواک په عملیاتو کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.


دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات تېره شپه د کندز ښار په قوش تپه کې شوي چې په نتیجه کې یې د ۱۲ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو ترڅنګ ۸ تنه نور نیول شوي دي.


د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له زندانه د ۵ کسانو د خوشې کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.


وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.


تېره اوونۍ د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د طالبانو له یوه زندانه د کمانډو ځواک په عملیاتو کې د ۴۱ بندیانو د خوشې کېدو راپور ورکړل شوی و.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *