Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

د خوست د علماوو شورا د پخواني مشر زوی: پلار مې طالبانو نیولی

0
په خوست کې د علماوو شورا د پخواني مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ د کورنۍ غړي وایي چې نوموړی طالبانو نیولی دی.


د مولوي ځدراڼ زوی سمېع‌الله ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې پرون سهار مهال د طالبانو د امنیت اړوند کسان په دوه رنجر موټرو کې کور ته ورغلل او پلار یې له ځان سره بوت.


سمېع‌الله وایي: "د دوه ساعتونو په مخه د مولوي صاحب موبایل ټیلیفونونه بند ول. له هغې وروسته موږ د فېس‌بوک له لارې عکسونه ولیدل چې د مولوي صاحب سترګې یې تړلې وې او لیکل شوي و چې نوموړی نیول شوی دی."


سمېع‌الله ځدراڼ وایي، د طالبانو کسانو یې پلار ته ویلي و چې د خوست والي غواړي ورسره وویني، خو وروسته څرګنده شوه چې پلار یې د دې ولایت د ملي امنیت ریاست ته وړی او تر اوسه ورسره بندي دی.


نوموړی وایي، سره له دې چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې، نه‌پوهېږي چې پلار یې ولې دوی بندي کړی دی.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي او نتیجه به‌یې وروسته له رسنیو سره شریکه کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *