Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

امریکا او ځیني هېوادونه د افغانستان په اړه پر خپلې پالېسۍ همغږي کولو غږېږي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) په یوه مجازي غونډه کې د افغانستان په اړه د خپلې پالېسۍ د همغږي کولو په اړه خبرې وکړي.


دې وزارت پرون یکشنبه په یوه بیان کې وویل چې په دې غونډه کې به د متحده ایالاتو مهم شریکان ګډون وکړي.


په پام کې ده چې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیران او دغه‌راز د اروپایي ټولنې او ناتو استازي ګډون وکړي.


د بیان له مخې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به له افغانستانه د خلکو د لېږدولو لپاره د دوو اوونیو د مأموریت او وړاندې د نورو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.


دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر ته یوه ورځ پاتې ده.


سبا سې شنبه د اګسټ ۳۱مه د دغو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ده.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *