Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

نږدې ۱۰۰ افغانان کوسوو ته ورسېدل

0
یوه الوتکه چې لسګونه افغانان‌یې لېږدول پرون یکشنبه کوسوو ته ورسېده.


دغه افغانان چې شمېر یې نږدې ۱۰۰ تنو رسېده، د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې د کوسوو پلازمېنې بریشتینا ته ورسېدل.


د کوسوو ولسمشر، د دې هېواد صدراعظم او د امریکا سفیر د دغو افغانانو هرکلی وکړ.


کوسوو موافقه کړې چې امریکا ته د دغو افغانانو د تلو د پروسې تر بشپړېدو په خپله خاوره کې د هغوی کوربه‌توب وکړي.


پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په وروستیو ورځو کې په سلګونه نور افغانان هم البانیا ته رسېدلي دي.


دې هېواد ویلي چې تر ۴ زرو پورې افغانانو ته د اوسېدو موقتي امکانات برابروي.


شمالي مقدونیه هم د شااوخوا ۴۵۰ افغانانو موقتې اوسېدنې ته زمینه برابره کړې ده.


د اګسټ له ۱۴مې راهیسې چې طالبانو کابل ونیو، له ۱۰۰ زرو زیات افغانان او د بهرنیو هېوادونو وګړي له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو وایستل.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *