امریکا په کابل کې د داعش ضد خپل وروستي برید کې ملکي تلفاتو په اړه څېړنه کوي
د دې قوماندانۍ ویاند بیل اوربان وویل، له دغه برید وروستهیې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه ترلاسه کړي او هغه څېړي.
د اوربان په وینا په دغه برید سره په کابل هوایي ډګر د داعش د بلې حملې مخه ونیول شوه.
دغې قوماندانۍ ویلي چې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د داعش پر چاودېدونکو موادو بار یو موټر لهمنځه وړل شوی دی.
امریکایي سیاېناېن ټلوېزیون ویلي چې په دې برید کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
اسوشیټډ پرس د یوه افغان چارواکي له قوله چې نومیې نهدی ښودل شوی ویلي چې په دې حمله کې ۳ ماشومان وژل شوي دي.
