Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

روسیه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره اضافي الوتنې کوي

0
روسیه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د اضافي الوتنو خبر ورکوي. 


په کابل کې د روسیې سفارت پر خپل ټویټر خبر ورکړی چې په اضافي الوتنو کې به د روسیې اتباع او اوسېدونکي او همداراز د ډله‌ییز امنیت د غړو هېوادونو وګړي بهر ته ولېږدول شي.


تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا الوتنې د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهلت وروسته هم دوام کوي که نه. روسیې تېره اوونۍ هم له افغانستانه شااوخوا ۳۶۰  کسان وایستل. 


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن د وږې په ۸مه د روسیې له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل په کابل کې د روسیې سفارت له طالبانو سره د اړیکو پر جوړولو په جدیت سره کار کوي. 


په همدې حال کې د روسیې دفاع وزارت په تاجکستان کې د افغانستان پولو ته نږدې غرنیو سیمو کې د پوځي تطبیقاتو د پیل خبر ورکړی. په دې تطبیقاتو کې د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې په تاجکستان کې د روسیې د پوځي اډې شااوخوا ۵۰۰ پلي موتوریزه ځواکونه برخه لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *