Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

طالبان: کابل کې وروستي بریدونه او چاودنې د امریکايي عسکرو د شتون پایله ده

0
کابل یو ځل بیا د تېرو ناامنیو له ترخې تجربې سره مخ دی. دلته د نن په ګډون د دې اوونۍ ۳ ورځو کې د چاودنو او بریدونو ۳ پېښې شوي چې مرګ‌ژوبله هم لري.


دې پېښو د امنیت او سولې د راتلو په اړه خلک نهیلي کړل.


که څه هم له دې بریدونو یو یې پرون د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې کړی او د پنټاګون له قوله، د داعش هغه ځانمرګی یې په نښه کړی چې غوښتل‌یې په کابل هوايي ډګر برید وکړي، خو سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون د پېښې د یوه قرباني له خولې لیکي، دې برید کې ۶ ملکیان وژل شوي دي.


نن سهار هم د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې د خیرخانې له لومړۍ حصې د کابل حامد کرزي پر هوايي ډګر توغندیز بریدونه وشول. 


چارواکي وايي، توغندي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د هوايي ډګر په لوري توغول شوي دي. روېټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله د توغندیو شمېر ۵ ښيي او زیاتوي، د هوايي مدافعې سیستم په وسیله‌یې شنډ کړي دي.




روېټرز ته امریکايي چارواکو ویلي، پېښه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې. 


خو دا توغندي هوايي ډګر ته نږدې د خلکو په استوګن‌ځایونو لګېدلي. طالبان هم د خلکو کورونو ته نږدې د توغندیو لګېدل مني، خو وايي مرګ‌ژوبله نه‌لري.


اوس پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو حکومت هم لکه د مخکېني حکومت په څېر د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ له ګواښ سره مخ دی؟


طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی په ټول هېواد کې د ناامنۍ مخه نیولې او په کابل کې وروستي بریدونه د امریکايي عسکرو د شتون پایله ده.


ښاغلی مجاهد زیاتوي: "په کوم ځای کې چې امریکايي ځواکونه وي، هلته به ستونزه وي. د جنګ لوی عامل د امریکايي ځواکونو شتون دی. دا بریدونه هم د هغوی پر وړاندې شوي. که د وړمې ورځې، پرونۍ او یا هم ننني بریدونه دي، د هوايي ډګر پر ساحو شوي او هلته بهرني ځواکونه شته. د دې وړې ساحې امنیتي مسؤلیت هم امریکایانو پورې اړه لري."




د طالبانو ویاند ډاډ ورکوي چې د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته به، د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.


د امنیتي مسایلو کارپوهان هم دا بریدونه کابل کې د اوسني بېړني وضعیت پورې تړي او د طالبانو لپاره‌یې ننګونه نه‌بولي.


شنونکی عبدالباري عارض وايي: "دې چاودنو ته د امنیت سره ډېر تړاو نه‌ورکوو. یو په کابل کې نوی تحول راغلی او تاسې وینئ چې د انتقال یا تخلیې پروسه هم روانه ده چې په یوه ډول کابل کې اظطراري حالت غوندې ښکاري. پر دې سربېره د کابل امنیت نیول شوی دی."


که څه هم په کابل کې د نن سهار توغندیز بریدونو مسؤلیت چا نه‌دی منلی، خو د وړمې ورځې ځانمرګي برید پړه داعش ډلې ومنله.


هغه ګواښ چې له وړاندې هم و، خو ښکاري چې د طالبانو پر وړاندې هم راپورته شوی دی.


سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون په کابل کې د داعش د یوه قوماندان له قوله لیکلي، دوی د بهرنیو عسکرو وتو ته په تمه دي او له هغې وروسته به د طالبانو ضد جګړې ته دوام ورکړي.


اوس د خلکو بنسټیزه اندېښنه هم د ناامنۍ د نوې څپې په اړه ده چې کېدای شي د طالبانو حکومت ورسره مخ او خلک‌یې هم قرباني شي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *