Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

د سوداګرۍ خونې او صنعت وزارت د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ناسته کړې

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر انجنیر سید اکبر اغا سره په کتنه کې د سوداګریزو ستونزو په هواري ټینګار کړی.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکټور په مختلفو ستونزو خبرې اترې وشوې.


ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت به د یادو ستونزو په له‌منځه وړلو او په ننګونو د غلبې حاصلولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.


په ناسته کې د کراچۍ، تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او نورو بندرونو کې شته ستونزو، ګمرکي تعرفو، په ګمرکونو کې د سیستمونو فعالولو او د اپټا تړون د اعتبار مودې پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت څخه‌يې د یادو ستونزو د حل لارو چارو غوښتنه وکړه.


د سوداګرۍ او صنعت وزیر ژمنه وکړه چې یادې ټولې ستونزې به د اقتصادي کمېسیون سره شریکې او هڅه به وکړي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې د حل لارې چارې یې ولټوي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *