Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

د شهزاده سرای مسؤلین: ډېر ژر به دغه مارکېټ پرانیستل شي

0
په کابل کې د اسعارو د بدلولو مارکېټ شهزاده سرای مسؤلین وايي، ډېر ژر به دغه مارکېټ پرانیستل شي.


د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د بانکونو اکثریت څانګې د ښار په بېلابېلو برخو کې پرانیستل شوې دي.


نوموړي وویل چې د افغانستان بانک مسؤلین له صرافانو سره هم نن یوه ناسته لري او وروسته به شهزاده سرای هم پرانیستل شي.


په کابل او ولایتونو کې بانکونه له تېرو دوو اوونیو راهیسې تړلي وو، خو بانکونو پرون په کار پیل کړی او ټاکل شوې چې شهزاده سرای هم پرانیستل شي.


په ورته مهال د افغانستان مرکزي بانک د یو لیک په خپرولو سره، له بانکونو غوښتي چې انفرادي اکونټ لرونکو ته په اوونۍ کې له ۲۰۰ ډالرو یا ۲۰ زره افغانیو ډېرې پیسې ورنه‌کړي چې دغې موضوع ګڼې اندېښنې راپارولې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *