Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2021

د روغتیا سازمان په تجهیزاتو بار یوه الوتکه د مزار شریف هوايي ډګر ته ورسېده

0
د روغتیا نړیوال سازمان په تجهیزاتو بار یوه پاکستانۍ الوتکه نن دوشنبه د مزار شریف په هوايي ډګر کې پر ځمکه کېناسته. 


دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې په بشري مرستو بار الوتکه په افغانستان کې ښکته کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې دا له درېیو پلان شویو الوتنو څخه لومړۍ وه. 


د دې تجهیزاتو وزن ۱۲،۵ مټریک ټنه دی چې نن له دوبۍ څخه بار شول او د «PIA» په الوتکه کې سیده مزار شریف ته ورسېدل.  


په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن له مرستندویو ټولنو سره په همغږۍ کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په هدف د دې هوايي دهلېز د جوړېدو اعلان وکړ.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *