یو شمېر ادارو کې د طالبانو ګمارنو د ځینو عامو لوستو افغانانو نیوکې راپارولي
دغه ګمارنې د زیاتره افغان لوستو ځوانانو له نیوکو سره هم مخ دي.
دوی وایي، په هېواد کې نږدې په هره برخه کې د شته متخصصینو، د وړ ځوانانو موجودیت او تېرو تجربو ته په کتو اړتیا ده چې هرې ادارې ته د هماغه تخصص او اړتیا اړوند مسلکي کسان وروپېژندل شي.
د خوست یو تن اوسېدونکی فیضالله فیضان وایي، د دیني زدهکړو لرونکو کسانو ته د تخنیکي او تخصصي ادارو سپارل به ښه حکومتوالي وننګوي.
فیضان وایي: "موږ له ملا امامانو او دیني مدرسو له زدهکوونکو سره هېڅ ستونزه نهلرو، دوی حق لري چې په حکومت کې کار وکړي، اما تخصص او وړتیا باید په نظر کې ونیول شي، که خدای مهکړه، د تېرو حکومتونو په څېر ګمارنو کې غیر مسلکي برخورد کېږي، نو دا به د ښې حکومتوالۍ په وړاندې لویه ننګونه وي."
د پکتیا اوسېدونکی فریدالله وایي، د طالبانو دا ډول ګمارنې به د دوی د نظام موده کمه کړي او د خلکو او نظام ترمنځ د واټن ډېروالی رامنځته کړي.
فریدالله زیاتوي: "اوس ۲۱مه پېړۍ ده او ځوانان نوې غوښتنې لري، زه په ډاډ سره وایم، که په نوي نظام کې ځوانان خپل ځان ونهویني او دوی همداسې خپلو ګمارنو ته دوام ورکړي، ځوانان بهیې په وړاندې راپورته شي او د دې نظام دوره به ډېره لنډه وي."
دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو له راتګ سره سم یو شمېر وزاراتونو، لویو ریاستونو، ادارو، د ولایتونو والیان، یو شمېر پوهنتونونو او نورو تخنیکي او تخصصي ادارو ته د دې ډلې هغه کسان د لومړۍ درجه مسؤلینو په توګه وروپېژندل شول چې زیاتره هغو یې دیني زدهکړې کړې دي او یا هم د دې ډلې جنګیالي پاتې شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د نوي سیستم تر جوړېدو به یادې ټاکنې دوام ولري.
