Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

حسینه ساپۍ: د افغان ښځو د وضعیت په اړه دې نړیواله غونډه جوړه شي

0
د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې د ښځو د چارو سرپرسته وزیره د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اندېښمنه ده او د ملګرو ملتونو له لوري د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کوي.


حسینه ساپۍ بریتانیا ته تللې ده.


دې ازادي راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو او بریاوو د ساتنې لپاره له طالبانو څخه ضمانتونه واخلي: "باید یوه بېړنۍ جلسه ونیول شي، په دې غونډه کې د امنیت شورا پرېکړه لیک ۱۳۲۵ او هغه کانونسیونونه چې افغانستان ورسره ژمن پاتې شوی دی، باید د یوه ضمانت په صفت ونیول شي، څو هغه خویندې چې په افغانستان کې دي د هغوی وېره او بې باوري ختمه شي."


په تېرو دوو اونیو کې چې طالبانو کابل نیولی دی هغه ښځې یې بېرته کورونو ته استولي دي چې دفترونو ته د کار لپاره ورغلي دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *