Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د اوبلن ګازو ځیني سوداګر د لویو لارو د نه‌خوندیتوب په اړه اندېښمن دي

0
په افغانستان کې د اوبلن ګازو یو شمېر سوداګر د هېواد په لویو لارو کې د دوی د ټانکرونو له نه‌خوندیتوب او د غیر قانوني پیسو اخیستو له امله اندېښمن دي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په ناسته کې نن دوشنبه (د وږې په ۱۵مه) یو شمېر سوداګرو او د اوبلن ګازو واردوونکو شکایت وکړ چې لا هم په لویو لارو کې ترې غیر قانوني پیسې اخیستل کېږي او ټانکرونه‌یې خوندي نه‌دي.


سوداګر د نظام بدلون، په وارداتو کې ستونزې، د اسعارو بیې لوړوالی د اوبلن ګازو د بیې د لوړوالي له اساسې لاملونو یاد کړل.


خو دوی ډاډ ورکړی چې د شاهزاده سرای خلاصېدو او د اوبلن ګازو له واردولو سره به نرخونه عادي حالت ته وګرځي.


په دې وروستیو کې خلکو هم شکایت کاوه چې د اوبلن ګازو بیې دوه برابره لوړې شوې دي.


د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مهمند بیا په دغه ناسته کې ټینګار وکړ چې د اوبلن ګازو سوداګر او ټانک لرونکي باید یوه اتحادیه رامنځته کړي ترڅو دغه اتحادیه په مرکز او ولایاتو کې د اوبلن ګازو ورځنۍ بیې تنظیم او په سیمه‌ییزه کچه د بیو راپور هم وړاندې کړي.


ښاغلي مهمند له سوداګرو څخه وغوښتل چې د خلکو ستونزو په پام کې نیولو سره باید د اضافه پیسو اخیستلو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، که نه نو له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.


سوداګرۍ خونه ژمنه کوي چې د سوداګرۍ او صنعت وزیر سید اکبر اغا او نورو اړوند مسؤلینو سره د ګډې همکارۍ په پایله کې به د یادو ستونزو حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *