Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

صرافان: د بانکونو له‌خوا د محدودو پیسو ورکړې له ستونزو سره مخ کړي یو

0
په کابل کې د اسعارو د لوی مارکېټ شهزاده سرای په پرانیستل کېدو سره صرافان د بانکونو له‌خوا د پیسو له محدودیت سره مخ دي.


د دغه مارکېټ مرستیال حاجي دادګل نن دوشنبه (د وږې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، بانکونو صرافانو ته په اوونۍ کې د ۵ سلنه ډالرو او ۲۰ سلنه افغانیو د ورکړې ژمنه کړې چې دا د صرافانو ستونزې نه‌هواروي.


نوموړي وویل که څه هم سرای شهزاده بېرته په نورمال ډول خپل کارونه پیل کړي، خو د بانکونو په اجراأتو کې خنډونه او ټکني حالت اکثره صرافان له ستونزو سره مخ کړي.


تر دې وړاندې عامو خلکو هم د افغانستان بانک له هغې پرېکړې انتقاد کړی چې ویلي انفرادي اکونټ لرونکو ته په اوونۍ کې ۲۰۰ ډالر ورکوي.


دوی وایي، دغه اندازه پیسې د دوی ستونزې نه‌هواروي.


په کابل کې د شهزاده سرای فعاليت له څو اوونیو ځنډ وروسته د شنبې په ورځ بېرته پيل شو.


شهزاده سرای او ورسره نور ټول بانکي خدمات له تېرو درې اوونيو راهيسې هغه مهال چې طالبانو کابل ونيوه په ټپه درېدلي و چې له امله‌یې خلکو ته ګڼې اقتصادي ستونزې پیدا شوې وې.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *