Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن د قطر له چارواکو سره ګوري

0
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن په قطر کې د دې هېواد له چارواکو سره وګوري او مننه به ترې وکړي چې له افغانستانه‌یې د خلکو په ایستلو کې ورسره مرسته کړې ده.


قطر له افغانستانه د امریکایانو او افغانانو په ایستلو کې چې بهیر یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت په وروستي پړاو کې د کابل له هوایي ډګره په الوتنو کې ترسره شو، مهم رول لوبولی دی.


په قطر کې د امریکا پوځي اډه د ټولو هغو کسانو چې د امریکا په پوځي الوتکو کې له افغانستانه ایستل شوي، د نږدې نیمایي برخې کوربنه وه.


متحده ایالاتو د افغانستان لپاره ډیپلوماتیک فعالیتونه هم د قطر له پلازمېنې دوحې څخه پیل کړي، له هغه ښاره چې له کابله‌یې د سفارت افغان کارکوونکي هم هلته بیولي او اوس امریکا ته د تلو لپاره تم دي.


بلېنکن به له قطر وروسته جرمني ته لاړ شي.


سیمې ته د بلېنکن له سفر سره هم‌مهاله د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن هم سفر پیلوي.


د راپورونو له مخې نه بلېنکن او نه هم استېن په پام کې لري چې د طالبانو له مشرانو سره چې د دې ډلې سیاسي دفتر هم په دوحه کې دی، وګوري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *