په غور کې د ښځینه پولیسې وژل کېدو غبرګونونه راپارولي
دا مېرمن چې کورنۍ یې ویلي، اومېندواره هم وه، وړمه شپه په غور کې د نامعلومه کسانو لهخوا په ډزو وژل شوې ده.
د نګار په نوم د وژل شوې پخوانۍ پولیسې د کاکا زوی پیر محمد ازادي راډیو ته ویلي چې درې کسانو دا مېرمن له پولیسو سره د همکارۍ په تور په ډزو ووژله.
د غور لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مسؤل نېک محمد حذیفه ازادي راډیو ته ویلي، دوی په دې تړاو دوه تنه نیولي او پلټنې یې ترې پیل کړې دي.
تر اوسه معلومه نهده چې د پېښې تر شا د چا لاس دی، خو ځینو خبري اژانسونو د خپلو سرچینو په حواله طالبان د پېښې احتمالي عاملین بللي دي.
