Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

پنجشېر کې د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي ووژل شو

0
په پنجشېر کې د طالبانو په ضد د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی دی.


د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې پر خپله فېس‌بوک پاڼه د ښاغلي دشتي د وژنې خبر تأیید کړی او هغه‌یې یو ښه خبریال او د خبریالانو ملاتړی یاد کړی دی.


دشتي له تېرو شااوخوا درېیو لسیزو راهیسې د خبریالۍ دنده مخته وړله او څو کلونه د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې اجرایي مشر هم پاته شوی دی.


ښاغلي دشتي ته یو شمېر نږدې خبریالانو او د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو هم تېر ماخوستن د هغه د وژلو خبرونه خپاره کړل.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *