Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

انګلا مېرکل: طالبانو سره باید د خپل افغان کارکوونکو د ایستلو په اړه وغږېږو

0
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وایي، هېواد یې باید له طالبانو سره د هغو افغانانو د ایستلو په تړاو خبرې وکړي چې له دوی سره‌یې کار کړی دی.


مېرکل پرون یکشنبه خبریالانو ته وویل دوی له طالبانو سره پر دې خبرې کوي چې څنګه خپل همکاران په خوندي ډول له افغانستانه وباسي.


د جرمني صدراعظمې ویلي، هېواد یې غواړي له هغو نړیوالو بشرپالو سازمانونو سره هم مرسته وکړي چې د افغانستان دننه د بشري مرستو د همغږۍ چارې مخته وړي.


له دې وړاندې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل هم ویلي و چې د طالبانو له جوړېدونکي حکومت سره به د افغانانو د لاسنیوي په خاطر اړیکه ساتي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *