Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

طالبان وايي پنجشېر یې نیولی، خو د مقاومت جبهه دا ادعا ردوي

0
له اووه ورځو جګړې وروسته طالبان وايي، پنجشېر یې نیولی دی. هغه ادعا چې د دوی مخالفه د مقاومت جبهه‌یې ردوي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۵» رسنیو ته وویل، له پرون مازدیګر یې د پنجشېر ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او نن سهار یې ځواکونه د ولایت مقام ته دننه شول.


ښاغلی مجاهد زیاتوي: "موږ هڅه وکړه چې د سوله‌ییزې لارې دا ستونزه حل کړو، خو متأسفانه ونه‌شول. افغانان حق لري چې د خپلې جغرافیې د امنیت لپاره چېرې چې تهدید وي، له‌منځه یې یوسي. دا په ټوله نړۍ کې کېږي، که چېرې څوک نظام ننګوي، خلکو ته ستونزې جوړوي، هلته نظامي عملیات کېږي. نظامي ځواکونه د همدې لپاره دي چې د خلکو امنیت وساتي."


ښاغلي مجاهد د مقاومت جبهه د نظام ضد د واک جزیره وبلله او ګواښ‌یې وکړ، که هر څوک د دوی ضد وسله پورته کړي، وبه ځپل شي.




خو د مقاومت جبهې بیا خپل پاڅون د افغانستان د خپلواکۍ د ساتلو لپاره بللی او وايي، مبارزه به‌یې دوام وکړي.


دا جبهه نه‌مني چې ګنې طالبان دې پر ټول پنجشېر واکمن شوي وي.


د دوی یو ویاند علي میثم نظري ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې هغه ادعا ناسمه بللې چې ګنې طالبانو پنجشېر نیولی دی.


هغه زیاتوي: "د مقاومت ځواکونه په خپلو جوړ شویو سنګرونو کې دي او له تېرې شپې راهیسې په څو برخو کې جګړه روانه ده."


هلته د پیل شوې جګړې په اړه هم بېلابېل روایتونه کېږي.


د مقاومت جبهې غړي او د پنجشېر مخکېني والي کمال‌الدین نظامي رسنیو ته ویلي، د دوی سنګرونه پاکستاني الوتکو په لارښود توغندیو ویشتي.




دا ادعا د مقاومت جبهې ډېرو نورو غړو هم کړې او ایران هم پرې اندېښنه ښودلې.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده رسنیو ته ویلي، د پنجشېر په جګړه کې بهرنۍ لاسوهنې باید وڅېړل شي او دوی یې د څېړلو په حال کې دي.


خطیب‌زاده زیاته کړې: "هغه خبرونه چې له پنجشېر خپرېږي، اندېښمنوونکې دي. د تېرې شپې بریدونه په کلکو ټکو غندو. د افغانستان د مشرانو شهادت زموږ لپاره د اندېښنې وړ دی. بهرنۍ لاسوهنه چې تاسې ورته اشاره وکړه، باید وڅېړل شي."




خو طالبان بیا په پنجشېر د پاکستاني الوتکو بریدونه د دوی ضد تبلیغات ګڼي.


د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، پنجشېر یې د خپلو ځواکونو په مټ نیولی او یو شمېر کړۍ د دوی ضد کمپاین کوي.


د پنجشېر د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره دواړه لورو خبرې هم وکړې، خو پایله‌یې ورنه‌کړه.


پرون د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د یو شمېر دیني عالمانو له هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې جګړه دې ودرېږي او دواړه لوري دې د یوه سوله‌ییز حل په لټه شي.


ښاغلي مسعود وویل، طالبان دې خپل ځواکونه وباسي، څو خبرو ته لار پرانیستل شي، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه.




لا معلومات نه‌شته چې د مقاومت جبهې مشران پر دې ولایت د طالبانو له ولکې وروسته چېرې دي، خو د دې ډلې یو ویاند علي میثم نظري په خپله ټویټرپاڼه د احمد مسعود په اړه لیکلي، هغه خوندي دی او ژر به خپل پیغام خلکو سره شریک کړي.


له دې وړاندې له افغانستانه د وتلي جمهور رئیس غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي، تر ابده به پنجشېر کې پاتې شي او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *