Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

ایران د خپل اټمي لانجې د حل په مقصد د خبرو د دوام اعلان وکړ

0
ایران نن اعلان وکړ چې د دې هېواد د اټمي لانجې د حل په مقصد خبرو ته به دوام ورکړي.


له دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او فرانسوي سیال‌یې امانوئل مکرون په خپلو ټیلیفوني خبرو کې د ایران د اټمي لانجې د حل لپاره د خبرو په اړه چې په اپرېل میاشت کې په ویانا کې پیل شوې دي، بحث وکړ. 


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن خبریالانو ته وویل چې قطعاً به دې خبرو ته ډېر ژر دوام ورکړي، خو دا جزئیات‌یې روښانه نه‌کړل چې د ولسمشر رئیسي له‌خوا ټاکل شوی ټیم به څه وخت دا خبرې پیل کړي. 


رئیسي د شنبې په ورځ دولتي ټلوېزیون ته وویل چې د ده حکومت د اټمي لانجې د یوې ډيپلوماتیکې حل‌لارې په توګه د نتیجې په اساس خبرې غواړي. 


په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي موافقې د امریکا تر وتلو وروسته دې تړون ته د تهران د بېرته رابللو په هدف د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه د دواړو خواوو ترمنځ شپږ دور خبرې شوې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *