Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

امریکا به د فایزر او بایو اېن ټېک واکسین درېیم ډوز ته هم اجازه ورکړي

0
د امریکا حکومت د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې مشر انتوني فاوچي وایي، مسؤل چارواکي به ډېر ژر د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د فایزر او بایو اېن ټېک واکسین درېیم یا تقویتي ډوز ته هم اجازه ورکړي. 


ښاغلي فاوچي ویلي چې د دې واکسین د درېیم ډوز تطبیق ښایي د روانې میاشتې په وروستیو کې پیل شي. د امریکا روغتیايي چارواکو د اګسټ په ۱۸مه وویل چې د دوی د څېړنو له مخې د فایزر او بایو اېن ټېک واکسینونو اغېز د وخت په تېرېدو سره راکمېږي. 


ښاغلي فاوچي ټینګار وکړ چې د دواړو واکسینونو تقویتي ستنې به خوندي وي، خو ده زیاته کړه چې د خوړو او درملو د تنظیم اداره او نور چارواکي بیا هم څېړنې کوي څو دا مسئله یقیني کړي. 


دا اعلان داسې مهال کېږي چې په امریکا کې د کرونا د نوې بڼې ډېلتا له کبله د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی. 


فاوچي همداراز وویل چې د کرونا ضد د یوه بل واکسین مودرنا تقویتي ډوز ته د اجازې ورکول به یو څه وخت ونیسي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *