Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

ایران پر پنجشېر د طالبانو د تېرې شپې حملې په کلکه وغندلې

0
ایران پر پنجشېر د طالبانو د تېرې شپې حملې په کلکه غندلي او وايي، له دې ولایت څخه رارسېدلي خبرونه د اندېښنې وړ دي. 


د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن په تهران کې په یوه خبري غونډه کې په پنجشېر کې د طالبانو او د مخالفې مقاومت جبهې جګړو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې د افغانستان د رهبرانو وژنه د خواشینۍ وړ ده. 


هغه په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.


خطیب‌زاده د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه‌کړ، خو د احمد مسعود په مشرۍ جبهې ادعا کړې چې په پرونیو جګړو کې د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکو برخه درلوده. 


ښاغلي مسعود همداراز ویلي و چې د دوی د وسله‌والو له‌خوا په نیول شویو کسانو کې پاکستاني وګړي هم شامل دي، خو خپلواکو سرچینو تر دې دمه دا ادعا نه‌ده تأیید کړې.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د ایران له نظره په افغانستان کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه د غندنې وړ ده او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید ژر تر ژره یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *