Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

د طالبانو په اعلان شوې کابینه کې کوم کسان غړیتوب لري؟

0
طالبانو د کابل له نیولو څه باندې ۲۰ ورځې وروسته خپله کابینه اعلان کړه.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۱۶» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اوس لپاره ټول د وزارتونو او ادارو د سرپرستانو په توګه اعلان شوي دي.


ښاغلي مجاهد په ټوله کې د ۳۳ وزارتونو او ادارو لپاره د سرپرستانو نومونه اعلان کړل.


د طالبانو د کابینې مشرتابه غړي



ملا محمد حسن اخند - د ریاست‌الوزرا سرپرست ملا عبدالغني برادر – د ریاست‌الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالسلام حنفي – د ریاست‌الوزرا دوهم مرستیال


دفاعي او امنیتي چارې



ملا محمد یعقوب مجاهد – د دفاع وزارت سرپرست ملا سراج‌الدین حقاني – د کورنیو چارو وزارت سرپرست قاری فصیح‌الدین – لوی درستیز ملا عبدالحق وثیق – د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست ملا تاج ‌میر جواد – د استخباراتو عمومي ریاست لومړی مرستیال ملا رحمت‌الله نجیب – د استخباراتو عمومي ریاست اداري مرستیال مولوي نور جلال – د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا محمد فاضل اخند – د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالحق – له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال


بهرنۍ چارې



مولوي امیر خان متقي – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست شېر محمد عباس ستانکزی – د بهرنیو چارو وزارت مرستیال 


د اقتصاد او پراختیا چارې



ملا هدایت‌الله بدري – د مالیې وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف – د اقتصاد وزارت سرپرست حاجي محمد ادریس – د افغانستان بانک سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده – د کلیو پراختیا وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري – د ټولګټو وزارت سرپرست حاجي ملا محمد عیسی اخند – د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا حمید الله اخندزاده – د هوايي چلن او ټرانسپورت وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور – د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوی نجیب‌الله حقاني – د مخابراتو وزارت سرپرست


ټولنیزې چارې



مولوي نورالله منیر – د پوهنې وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي نور محمد ثاقب – د حج او اوقافو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري – د سرحدونو او قبایلو وزارت سرپرست شېخ محمد خالد – د دعوت او ارشاد، امربالمعروف او نهی له منکر وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني – د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ذبیح‌الله مجاهد – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عبدالحکیم شرعي – د عدلیې وزارت سرپرست حاجي خلیل‌الرحمان حقاني – د کډوالو وزارت سرپرست














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *