Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

له طالبانو د جنوبي کوریا غوښتنه: د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړئ

0
جنوبي کوریا له طالبانو غواړي چې د خلکو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.


د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، که طالبان نړیوالو کنوانسیونونو او د وګړو اساسي بشري حقونو ته درناوی وکړي او ترورېستانو ته له پناه ورکولو ډډه وکړي، نو سئول تیار دی چې د طالبانو په مشرۍ حکومت سره کار وکړي. 


د بهرنیو چارو وزارت ویاند چوی یونګ سام (Choi Young-sam) د جنوبي کوریا له یوې رسنۍ سره مرکه کې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین هغو څرګندونو ته ځواب وایه چې سئول‌یې په کابل کې د سفارت پرانیستو ته هڅولی و او ډاډ یې ورکړی و چې د جنوبي کوریا د سفارت امنیت به خوندي وي. 


ښاغلي سام زیاته کړه سئول د افغانستان روان حالات له نږدې څاري او ټولې چارې به له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې پر مخ بوځي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *