Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

ملګرو ملتونو له افغانانو سره د ۶۰۰ ملیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې

0
ملګرو ملتونو له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د بسپنې ټولولو د نړیوال کنفرانس په درشل کې د ۶۰۰ ملیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې ویاند یینس لایرکې نن په ژنیو کې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې د لومړنیو خدماتو سیستم د ړنګېدو او د خوړو او د ژوند لپاره د اړتیا وړ موادو زېرمې د خلاصېدو په حال کې دي.


په پام کې ده چې د راروانې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په مشرۍ افغانستان ته د بسپنې د ټولولو په هدف د مرستندویو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون مهمه غونډه په ژنیو کې جوړه شي. 


بل‌خوا د سرو میاشتو او سره صلیب د ټولنو نړیوال فدراسیون وايي جګړې، وچکالي او کرونا وبا نږدې اته ملیون افغانان بشري مرستو ته اړ کړي دي.


د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دې فدراسیون نن په یوه بیان کې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده. په بیان کې راغلي دي چې لسګونه زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي چې یو شمېر یې د ښاري سیمو په کمپونو کې خوړو او استوګنځي ته اړتیا لري.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *