Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړ، نړیوال به یې په رسمیت وپېژني؟

0
طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ. 


ملاحسن له تېرو شلو کلونو راهیسې د طالبانو د قیادي شورا غړی و او په نوي یمه لسیزه کې یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د والي او د صدراعظم د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي. 


په واشنګټن کې د یوه څېړنیز انسټیټیوټ رييس هاشم وحدتیار ته د طالبانو کابینه له څلورو نظرونو د پام وړ ښکاري: "اوله خبره دا ده چې په دې کابینه کې ښځې نه شته، دوهم دا چې په دې کابینه کې یو تاجک او یو ازبک دی، درېیم کابینه د حقاني شبکې او نورو طالبانو ترمنځ وېشل شوې او څلورم د کلیدي او تخنیکي وزارتونو لکه ټکنالوژي او مخابراتو لپاره هم ملایان ګومارل شوي دي." 




د طالبانو د مشر ۵۵ کلن ملا هبت الله اخوندزاده یادونه ښايي د دې لپاره نه ده شوې چې نوموړی له ۲۰۱۶ څخه د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر دی.  


د طالبانو د کابینې مشر چې دوی رييس الوزرا بللی، ملا محمد حسن اخوندزاده په کندهار کې زېږېدلی او د طالبانو د تحریک له موسسانو څخه دی. 




د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی او په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال  شېر محمد عباس ستانکزی چې ګومان کېده د طالبانو په کابینه کې به د بهرنیو چارو وزیر وي، د دغه وزارت چې امیرخان متقي به یې سرپرست وي، مرستیال ګومارل شوی دی. 


دفاع وزارت ملا یعقوب ته ورکړل شوی چې د ملا عمر زوی دی او په مدرسه کې یې د ملاهبت الله اخوندزاده شاګردي کړې ده. 


په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم الجزیرې ته ویلي چې کابینه یې ټول شموله ده.


دی وايي، د ريیس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په خټه ازبک، لوی درستیز فصیح الدین د بدخشان او د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف په خټه تاجک دی. 


ده په کابینه کې د ښځو د نشتوالي په اړه وویل چې د ډېرو هېوادونو په کابینو کې ښځې نه شته. 


د طالبانو د اسلامي امارت له لوري په اعلان شوې سرپرسته یا موقت کابینه کې د ښځو وزارت حذف شوی، خو پر ځای یې د امربالمعروف وزارت زیات شوی دی. 


په نوي یمه لسیزه کې هم طالبانو د امر بالمعروف اداره لرله چې ډېر خلک یې د ږیرې د نه لرلو په خاطر ځورول، ټلوېزیونه او عکسونه یې له منځه وړل او پر خلکو یې په زور د جمع لمونځونه کول. 




تراوسه څرګنده نه ده چې طالبانو ولې خپله کابینه سرپرسته بللې ده.


که څه هم ځینې طالبان وايي چې دا کابینه به د یوه بل ټولشموله حکومت تر جوړېدو پورې د لنډ وخت لپاره وي خو په ۱۹۹۶ میلادي کال هم طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړې وه خو په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د رژیم تر پرزېدو پورې سرپرسته پاتې شوه.  


څرګنده نه ده چې د نړۍ هېوادونه به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه؟ خو ګڼو هېوادونو ویلي چې طالبانو ته فرصت ورکوي چې څه ډول حکومت جوړوي. 


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، که طالبانو ټولشموله حکومت جوړ کړ، د نوي حکومت په مراسمو کې به ګډون وکړي. 


ترکیې ویلي، اړتیا نه ویني چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې له بیړې کار واخلي. 


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون په یوه مرکه کې وویل، په کار ده چې د افغانستان نوی حکومت ټولشموله وي، ښځو او قومي اقلیتونو ته وزارتونه ورکړي. 


دې ته ورته دریځ اروپايي ټولنې ښودلی. 


د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې لا ډېر وختي دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *