Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

چک، اتریش او سلواکیا د نورو افغان کډوالو له منلو سره مخالفت وښود

0
چک جمهوریت، اتریش او سلواکیا د یوه ګډ اقدام په ترڅ کې په اروپايي ټولنه کې د نورو افغان کډوالو له منلو سره مخالفت څرګند کړ. 


د چک صدراعظم اندرې بابیش پرون سې شنبې د وږي په ۱۶مه له خپلو اتریشي او سلواک سیالانو سره تر کتنې وروسته وویل، اروپايي ټولنه د نورو افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.


نوموړي زیاته کړه چې افغانان باید یا په خپل هېواد کې او یا د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې پاتې شي. 


د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه د خلکو د وتلو څپې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه سخت اندېښمن کړي دي. 


د دې ټولنې غړو پولنډ او هنګري له پخوا راهیسې د کډوالو د منلو لپاره سخت مقررات وضع کړي دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *